د خوشحال خان خټک د شعرونو اروایي شننه

المؤلفون

الكلمات المفتاحية:

احساس، ارواپوهنه، خوشحال خان خټک، درک، فکر

الملخص

لنډیز

خوشحال خټک  د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ هغه لوړ شخصیت دی، چې د ژوند په ډېرو اړخونو مسلط، پوی او غږېدلی دی. د ده علمیت او پوهه په یوه برخه کې را ایساره نه وه، بلکې دی د ژوند بېلابېلو خواوو ته متوجه شوی او په هغه برخه کې یې د خپل فکر نیلی غزولی دی. دغه علمي او څېړنیزه مقاله د خوشحال خان خټک د شعرونو د اروایي شننې تر عنوان لاندې لیکل شوې ده، چې د اروا پوهنې پېژندنه، د نامتو ارواپوهانو نظریې، چې د ارواپوهنې په تړاو یې څرګندې کړې دي او هم د خوشحال خټک د هغو شعرونو تحلیل او شننه شوې ده چې د نننۍ ارواپوهنې سره ربط او اړخ لګوي. مقاله پر همدغو موضوعاتوباندې بحث کوي،  د څېړنې موخه دا ده چې موږ ته به ښکاره او ثابته شي چې د خوشحال خان په فکر اومفکوره کې د ژوند د نورو اړخونو څخه علاوه ارواپوهنیزه برخه هم شته او کله چې موږ په دغه برخه کې معلوماتو ته اړتیا ولرو؛ نو د خوشحال خټک په شعرونو کې یې مومو، چې دا موارد د څېړونکو لپاره د بحث او مطالعې وړ ګرځي. دا یوه کتابتوني، تشرېحي او تحلیلي څېړنه ده، چې د دې مقالې په لیکنه کې له  غوره علمي آثارو  څخه استفاده شوې ده. په لنډ دول باید ووایم، چې ارواپوهنه د بشر په ژوند کې حیاتي او مهم ارزښت لري. خوشحال  خټک هم د ارواپوهنې په اهمیت  پوی و او په خپلو شعرونو کې یې دغه برخه راخیستې ده.

التنزيلات

بيانات التنزيل غير متوفرة بعد.

السيرة الشخصية للمؤلف

Baryalay Saqeb، Department of Pashto, Faculty of Languages and Literrature , Balkh University

پوهندوی

التنزيلات

منشور

2026-08-02

كيفية الاقتباس

Saqeb, B. (2026). د خوشحال خان خټک د شعرونو اروایي شننه. Balkh International Journal of Social Science, 1(2), 217–231. استرجع في من https://bjss.ba.edu.af/index.php/bjss/article/view/75

Deprecated: json_decode(): Passing null to parameter #1 ($json) of type string is deprecated in /home/baadmin/public_html/bjss.ba.edu.af/plugins/generic/citations/CitationsPlugin.inc.php on line 49

المؤلفات المشابهة

يمكنك أيضاً إبدأ بحثاً متقدماً عن المشابهات لهذا المؤلَّف.