Psychological Dimensions of Khushal Khan Khattak's Poetry
Keywords:
Emotion, Khushal khan khattak, Psychology, Perception, ThoughtAbstract
لنډیز
خوشحال خټک د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ هغه لوړ شخصیت دی، چې د ژوند په ډېرو اړخونو مسلط، پوی او غږېدلی دی. د ده علمیت او پوهه په یوه برخه کې را ایساره نه وه، بلکې دی د ژوند بېلابېلو خواوو ته متوجه شوی او په هغه برخه کې یې د خپل فکر نیلی غزولی دی. دغه علمي او څېړنیزه مقاله د خوشحال خان خټک د شعرونو د اروایي شننې تر عنوان لاندې لیکل شوې ده، چې د اروا پوهنې پېژندنه، د نامتو ارواپوهانو نظریې، چې د ارواپوهنې په تړاو یې څرګندې کړې دي او هم د خوشحال خټک د هغو شعرونو تحلیل او شننه شوې ده چې د نننۍ ارواپوهنې سره ربط او اړخ لګوي. مقاله پر همدغو موضوعاتوباندې بحث کوي، د څېړنې موخه دا ده چې موږ ته به ښکاره او ثابته شي چې د خوشحال خان په فکر اومفکوره کې د ژوند د نورو اړخونو څخه علاوه ارواپوهنیزه برخه هم شته او کله چې موږ په دغه برخه کې معلوماتو ته اړتیا ولرو؛ نو د خوشحال خټک په شعرونو کې یې مومو، چې دا موارد د څېړونکو لپاره د بحث او مطالعې وړ ګرځي. دا یوه کتابتوني، تشرېحي او تحلیلي څېړنه ده، چې د دې مقالې په لیکنه کې له غوره علمي آثارو څخه استفاده شوې ده. په لنډ دول باید ووایم، چې ارواپوهنه د بشر په ژوند کې حیاتي او مهم ارزښت لري. خوشحال خټک هم د ارواپوهنې په اهمیت پوی و او په خپلو شعرونو کې یې دغه برخه راخیستې ده.
Downloads
Downloads
Published
How to Cite
Issue
Section
Deprecated: json_decode(): Passing null to parameter #1 ($json) of type string is deprecated in /home/baadmin/public_html/bjss.ba.edu.af/plugins/generic/citations/CitationsPlugin.inc.php on line 49
