پالیسی دسترسی آزاد برای مقالات
د نړیوال ژورنال مقالو ته په ازاد ډول د لاس رسي پالیسي
موخه
د دې پالیسي موخه دا ده چې هغه اصول او لارښوونې روښانه کړي چې له مخې یې د بلخ پوهنتون په نړیوال ژورنال کې خپرېدونکې ټولې علمي مقالې د آزاد لاسرسي (Open Access) له لارې ټولو لوستونکو لپاره په بشپړه توګه د لاسرسي وړ وي. یعنې ټول مخاطبین او هغه کسان چې چې د دې ژورنال په سايټ حساب جوړوي، کولای شي مقالې پرته له هر ډول مالي یا اداري محدودیت څخه مطالعه او ډانلوډ کړي. موخه دا ده چې مخاطبین وکولای شي خپلې د خوښې وړ مقالې په ازاد ډول ولټوي او تر لاسه یې کړي. دا چاره د علمي څېړنو پر وده، د پوهې پر پراختیا او د بلخ پوهنتون په علمي اعتبار مثبت اغېز لري.
ډومېن(Domain)
دا پالیسي د بلخ پوهنتون د نړیوال ژورنال لهخوا خپرېدونکو ټولو علمي مقالو باندې تطبیقېږي.
په ازاد ډول مقالو ته د لارسرسي اصول
۱. د آزاد لاسرسي موډل
د بلخ پوهنتون نړیوال ژورنال د ازادې لاسرسۍ موډل له مخې فعالیت کوي او ډاډ ورکوي چې ټوله خپرېدونکې علمي محتوا په انلاین او وړتیا ډول خپروي.
۲. جوازونه
د بلخ پوهنتون نړیوال ژورنال د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام او د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري د صادر شوي جواز له مخې فعالیت کوي.
۳. چټک لاسرسی
ټولې علمي مقالې د خپرېدو له شیبې وروسته، د بلخ پوهنتون د نړیوال ژورنال په رسمي سایټ کې د لاس رسي وړ وي.
۴ . کاپيرایټ (Copyright)
لیکوالان د خپلو علمي اثارو د چاپ حق ساتي، خو په عین وخت کې یوازې یوې علمي مجلې ته د خپرېدو حق ورکوي.
۵. مېټا ډېټا (Metadata)
د ټولو خپرېدونکو مقالو مېټاډېټا، لکه د لیکوال نوم او مشخصات، د مقالې سرلیک، لنډيز او کلیدي کلمې،
په آزاد ډول د لاسرسي وړ دي چې د مقالو د موندنې وړتیا لوړه شي او د نړیوالو علمي بنسټونو سره اړیکې پياوړي شي.
د مقالو د سپارلو او خپرولو تګلاره
۱. د مقالې د سپارلو لارښوونې
لیکوالان مکلف دي چې د مقالې د سپارلو پر مهال د ازاد لاسرسي د پالیسي له شرایطو او ضوابطو سره خپل بشپړ توافق څرګند کړي.
۲. آرشیف
لیکوالان هڅول کېږي چې خپلې خپرې شوې مقالې د ژورنال په رسمي آرشیف کې خوندي کړي. د بلخ پوهنتون نړیوال ژورنال د( Open Journal System ) له لارې له نړیوالو انډیکسونو سره همکاري کوي، تر څو د علمي محتوا اوږدمهاله لاسرسی تضمین شي.
۳.له چاپ وړاندې (Preprints)
د بلخ پوهنتون نړیوال ژورنال لیکوالانو ته اجازه ورکوي چې خپلې مقالې له رسمي سپارلو وړاندې په علمي پلټفورمونو کې تنظیم کړي، په دې شرط چې د وروستي رسمي خپرېدو سرچینه (د بلخ پوهنتون نړیوال ژورنال) په روښانه توګه ذکر شي.
۴. د لیکوالانو ملاتړ
لیکوالانو ته تخنیکي او د سمونې برخې ملاتړ برابرېږي، څو د ازادې لاسرسي د پالیسي مراعت اسانه شي او د مقالې د خپرولو بهیر په معیاري او منظم ډول ترسره شي.
۵. څارنه او بیاکتنه
دا پالیسي به هر کال بیاکتل کېږي، تر څو دغه پالیسي له نويو نړیوالو معیارونو او بدلېدونکو علمي کړنلارو سره همغږي زیاته شي.
د دغې پالیسي پورتنۍ تشریح شوې مسوده د ژورنال د متخصصینو لهخوا ترتیب او د بلخ پوهنتون د علمي شورا د ۱۴۴۶/۶/۱۷ غونډه کې په (۸) نمبر پروتوکول کې د رایو په یوالي تائید او تصویب شوه.
ترتیب کوونکی: د ژورنالونو متخصص
تائیدوونکی: د علمي مجلې آمریت
منظوروونکی: د څېړنو او علمي مجلو معاونیت
