د مفهومي استعارې اړتیا او ارزښت

نویسندگان

کلمات کلیدی:

استعاره, ژبه او استعاره, مفهومي استعاره, د مفهومي استعارې ارزښت

چکیده

استعاره د بلاغي ارزښت ورهاخوا له ژبني فهم او تفهیم سره مرسته کوي. ژبه دومره پراخه مانیزه تومنه نه لري، چې هر څه کټ مټ مانا او تر لوستونکي انتقال کړي؛ نو مجبوره ده په یوه مفهوم د پوهېدا لپاره بل مفهوم را پور کړي. د مفاهیمو د لېږد را لېږد یا پورونې دغه عملیه «مفهومي استعاره»۱ بلل کېږي، چې پر مټ یې ناملموس، انتزاعي، پېچلي مفاهیم حسي او مفهومي کېږي. په یو څه پوهېدل د بل څه د پېژندنې ښه ادرس دی، چې د ژبني ابهام دله منځه وړلو او د مخاطب په غوره پوهولو کې مرسته کوي. دا څېړنه روښانوي، چې د ژبني افهام او تفیهم په نړۍ کې مفهومي استعاره د ګڼو ناملموسو او انتزاعي پدیدو د تشریحي ځواک لرلو او ژبني فهم سربېره  نا اشناتوب او ادبي رنګ هم لري. دلته ( په ژبنیو مسایلو کې د استعارې منځته راتګ، مفهومي استعاره، د مفهومي استعارې مؤثریت، اړتیا او ارزښت)  سرلیکونو باندې د کتابتوني ډول او تشریحي میتود څخه په ګټه اخیستنې څېړنیز بحث شوی، چې په پایله کې مفهومي استعاره د ورځني ژوند د ګڼو اړخونو، پدیدو، انتزاعي مسایلو، قلبي او ذهني تمایلاتو د تفسیرولو او کلام ښکلي کولو له اړخه ارزښتناکه او مبرمه ګڼل شوې ده.

بیوگرافی نویسندگان

Rahmatullah Hakimi، Faculty of Education, Paktika University

Senior Teaching Assistant

Assadullah Nasiri، Faculty of Language and Literature, Balkh University

Senior Teaching Assistant

چاپ شده

2025-12-04

ارجاع به مقاله

Hakimi, R., & Nasiri, A. (2025). د مفهومي استعارې اړتیا او ارزښت. ژورنال بین المللی علوم اجتماعی پوهنتون بلخ, 1(1), 195–210. Retrieved از https://bjss.ba.edu.af/index.php/bjss/article/view/2025-Bjss-12-PA-v01.pdf